په غزني کې دتکسي يو چلوونکي ووژل شو .

کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
څلورتنوناپيژندل شويو وسله والو کسانو تيره شپه دغزني ښار دنواباداوسيدونکي دتکسي موټر يو چلوونکي محمد حليم يې وواژه او موټر يې له ځان سره يوړل .
  دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باختر اژانس ته وويل: دغه څلور تنه چې درې تنه يې په ښځينه  جاموسمبال وو يو ټکسي موټر يې په کرايه نيولي وو او ددغه ټکسي موټر چلوونکي يې دخواجه عمري ولسوالۍ په  مربوطاتو کې وواژه او له موټر سره وتښتيدل .
  ده وويل  پوليسو دهغوى دموندلو او نيولو لپاره  اقدامات پيل کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته