کابل باختر د غبرګولي لومړي :
په غزني ښار کې دبم دچاودنې له امله داردو ددريو سرتيرو په ګډون نهه تنه ټپيان شول .
يوه ښځه له خپل ماشوم سره دپيښې په ټپيانو کې شامل دى .
دغه چاودنه په غزني ښار کې نن له غرمې مخکې دکابل بانک دنمايندګي په وړاندې هغه وخت رامنځته شوه چې يو شمير پوځيان او داردوسرتيري راټول شوي و .
دغزني دوالي ويندوي شفيق ننګ دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې داردو ددريو سرتيرو په ګډون نهه تنه ټپيان شول .
ده تاييد کړه چې ددغې چاودنې په ټپيانو کې يوه ښځه له خپل ماشوم او څلور تنه نور ملکي وګړي شامل دي
ويل کيږي چې بم په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و او له لرې واټن څخه کنتروليده .
ډاکترانو دغزني په مرکزي روغتون کې ددغې چاودنې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى
په دې حال کې سيمه ئيزو مسوولينو وسله وال طالبان ددغې چاودنې مسوول وباله او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل