کابل باختردوري دمياشتې ١٩ :
په غزني ولايت کې نن داووه ديرشو زروټنو غنمو دويش کار پيل شو.
دغه غنم دکرنې او اوبولګولو وزارت له خوا په بيوزلو کسانو ،کونډو اومعيوبينو ويشل کيږي .
دغزني ولايت دکرنې او اوبولګولو رييس سلطان حسين عباس يار باختراژانس ته وويل ددغو مرستو ويش ددغه ولايت په مرکز کې پيل شوي دي چې په هري کورنۍ دموظف هيئت له خوا دوه پنځوس کيلويي بوري غنم ويشل کيږي .
ديادونې و ړده چې دغه مرسته دغزني ولايت په اتلسو نورو اداري واحدونو کې هم ويشل کيږي .