کابل باختر د ثور ديرشمه :
دغزني ولايت داستيناف څارنوالۍ درياست دماشومانو دڅانګې څارنوال نن سهار د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
دغزني دوالي مرستيال محمد علي احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل دايستناف څارنوال درياست دماشومانو دڅانګې مسوول شيرخان دغزني ښار د پلان سه په ساحه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دتومانچې په ډزو سره ووژل شو .
خبرځاى زياته کړه پرون ددغه ولايت له جيل څخه يو نوي تنه بنديان ازاد شول او ښايي چې دوى په دې پيښه کې لاس ولري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ