امنیت

په غزني ولايت کې پنځو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
په غزني ولايت کې په واټ کې دښخ کړى شوي  ماين دچاودنې له امله درې تنه ماشومان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغزني ولايت ويندوى شفيق ننګ دباختراژانس خبريال  ته وويل دغه چاودنه پرون ناوخته هغه وخت دګيرو ولسوالۍ په  شيله سيمه کې  وشوه چې يوه ريکشا دطالبانو له خوا په واټ کې  په يو ښخ کړى شوي ماين وخته .
  دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې چاودنه کې درې تنه ماشومان شهيدان او دوه تنه نورچې ټول ديوې کورنۍ غړي وو ټپيان شول .  خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې ديوټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى ..ويل کيږي  دغه ماين  دوسله والو طالبانو له خوا په دغې سيمه کې دامنيتي ځواکونو دوسايطو دبنديدو په مقصد ښخ کړى شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته