امنیت

په غزني ولايت کې ديوې ميرمنې مړى ترلاسه شو .

کابل باختر د ثور شلمه :
ديوې ځوانې ميرمنې مړى نن دغزني ولايت دناوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو لاس ته ورغى .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال اسد الله دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې ميرمنې دوژل کيدو دڅرنګوالي او دقاتل په باب جزئيات نه دى ترلاسه شوى پوليسو ددغې پيښې دڅيړنې لپاره تحقيقات پيل کړي دي .
په همدې حال کې دغزني ښار دملکي روغتون رييس باز محمد وويل چې دزياتو تحقيقاتو لپاره ددغې ميرمنې مړى عدلي طب ته ليږدول شوې  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته