کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
په غزني ولايت کې پرون له طالبانو سره د پوليسو د نښتې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په عبدالله ګل سيمه کې ونښته.
د غزني ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي دباختر خبري آژانس ته وويل :
په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى خو تراوسه پورې
د سر دزيان دقيق شمير معلوم نه دى .
د يوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې : ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي او د دوى د روغتيايي حالت خبر نه دى ترلاسه شوى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ