امنیت

په غزني ولايت کې دماين چاودنې درې تنه ووژل.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
دغزني ولايت په ب بند ولسوالۍ کې تيرماښام دماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي شهيدان  شول .
دغه کسان دخوست ولايت اوسيدونکي او  په يوې کورنۍ  پورې اړوند  وو .
د آب بند ولسوال الله داد حليمي باختر آژانس ته وويل :
دغه  کسان هغه وخت شهيدان شول چې د دوى دسپرلۍ موټر د دآب  بند ولسوالۍ په دالاني ساحه کې په ښخ کړاى  شوى ماين وخوت.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته