په غزني ولايت کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول
کابل باخترد وري دمياشتې ٢٥ :
ناپيژندل شويو وسله والوکسانو پرون دغزني په ده يک ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي ووژل او يوتن بل يې ټپي کړ.
دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض محمدطوفان باخترآژانس ته وويل: دغو ناپيژندل شويو وسله والوکسانو پرون ددغې ولسوالۍ په سنجک کلى کې دغه درې تنه ملکي وګړي د کلاشينکوف په ډزوسره ووژل او يوتن بل يې ټپي کړ.
په همدې حال کې دغزني دملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمدهمت دغه روغتون ته د دريو مړو او د يو ټپي دليږدونې خبر ورکړ.
ويل کيږي چې د دغې پيښې قربانيان ټول د يوې کورنۍ غړي وو چې پخوا يې دملي پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله او اوس يې بزګري ته مخه کړې وه.
همت زياته کړه: ددغې پيښې د ټپي حالت هم خراب دى.
تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوندڅوک نه دى نيول شوى او د قاتلانو د پيژندنې اونيولو په خاطر څيړنې دوام لري.