په غزني او کندز کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومي ۳۰ مه، باختر
د غزني او کندز ولایتونو د بدنې روزنې او سپورټ امریت مسوولین وایي چې په دواړو ولایتونو کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته رسېدلې دي.
د غزني ولایت د بدنې روزنې او سپورټ امریت مطبوعاتي مسوول بلال سید خېل باختر اژانس ته وویل، چې د خواجه عمري ولسوالۍ په قلعه نو لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د فقیري منتخب لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
په ورته وخت کې، د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د والیبال فدراسیون مسوولینو په وینا، د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې چې په پای کې ذاخیلو لوبډلې بریا خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال د ودې، د لوبغاړو د پیاوړتیا او د سیمې ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او سپورټي روحیې رامنځته کول ښودل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته