کابل باختر د وږي شلمه :
په علمي او تحصيلي بنسټونو او په مقدسو اماکنو تروريستي بريدونه نن په هغې غونډه کې وغندل شول چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو په معينيت کې جوړه شوې وه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعنيتت ، دپکتيکا دځوانانو دمتحدې شورا او دهودخيلو دقومي او ټولنيزې شورا له خوا جوړه شوې وه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات په خبرو کې تروريستي بريدونه په تيره بيا په علمي او تحصيلي بنسټونو او په مقدسو اماکنو بريدونه وغندل او ويې ويل هغه کسان چې په دغه شان بريدونولاس پورې کوي داسلام دمقدس دين او دافغانستان دخلکو دښمنان دي
ده له خلکو په تيره بيا ځوانانو څخه وغوښتل چې دهېواد په تيره بيا ددغو بنسټونو دامنيت په تامينولو کې له افغان امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې دهودخيلو دقومي او ټولنيزو شورا رييس جاويد دلاور او دپکتيکا دځوانانو دمتحدې شورا مسوول انجنير شير احمد هم په خبرو کې وويل چې ځوانان بايد آن په ډيرو سختوشرايطو کې له زده کړې او تحصيل څخه ډډه ونه کړي .
دوى زياته کړه چې زموږ دخلکو دښمنان خپلو ناوړوموخو ته درسيدو په خاطر آن په مقدسو اماکنو او په علمي او تحصيلي بنسټونو هم له بريدونو څخه ډډه نه کوي او لازمه ده چې زموږ دهېواد ځوانان په يو والي اوپيوستون سره ددغو ډار اچوونکو پرخلاف مبارزه وکړي .
1 1 دقیقه لوستل