نړۍ

په عربستان کې د يو پاکستانى تبعه اعدام

رياض ډي ډان  / باختر د لړم  د مياشتې  ٧  :
د سعودي عربستان حکومت پرون يو پاکستانى تبعه د وژنې په جرم اعدام کړ.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د عربستان د کورنيو چارو وزارت له خولې خبر راکړ:
پاکستانى اعدام شوى حاجي امل جان نوميده او د يوه اندونيزيايي تبعه او د هغې د ميرمنې د وژلو په تورمجرم پيژندل شوى و .
دغه پاکستانى حاجي په عربستان کې د يوه اندونيزيايي کورته ننوتى و او د هغه د ميرمنې د وژنې د انګيزې په باب يې څه نه دي ويلي .
په عربستان کې د اندونيزيا سفارت تر اوسه پورې ددغې پيښې په باب تبصره نه ده کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته