سیاست

په عربستان کې دافغانستان اتباعو ته دپاسپورټ دصادرلو دبهير دګړندي کولو په اړوند خبرې وشوې

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٥ :    
دبهرنيو چارو وزارت معين  په سعودي عربستان کې  دافغانستان اتباعو ته دپاسپورټ دصادرولو په بهيرکې دستونزو دلرې کولو او دآسانتياو دبرابرولو په اړوند پرون  دويډوکنفرانس له لارې په سعودي عربستان کې دافغانستان داسلامي جمهوريت له سفير  او جنرال قونسل سره خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت دويان دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دغو  خبرو کې  دبهرنيو چارو وزارت اداري معين  ډاکتر نصيراحمد انديشه   دافغانستان اتباعو ته دپاسپورټ دصادرولو په لاره کې دستونزو دلرې کولو او دنوروقونسلي خدمتونودوړاندې کولوپه باب په رياض کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  له سفير  سيدجلال کريم  اوپه جده کې  دافغانستان له  جنرال قونسل اصيل محمدصادقي سره  د برقي پاسپورټ دصادرولو دستونزو دحل کولو   او په دغه هېواد کې  ميشتو افغانانو ته  دنورو قونسلي خدمتونو  دوړاندې کولو په موخه  دبهرنيو وچارو وزارت دطرحې په اړوند خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت  معين  ددغو ستونزو دحل کولو په اهميت باندې دټينګار په ترڅ کې په سعودي عربستان کې  دافغانستان له سفارت  او جنرال قونسل څخه  په دې لاره کې دهراړخيزو معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
وروسته  په رياض کې دافغانستان سفير اوپه  جده کې دافغانستان جنرال قونسل دافغانستان داسلامي جمهوريت اتباعو ته دبرقي پاسپورټونو دصادرولو  دڅرنګوالي  اوغوښتوونکو ته دنورو قونسلي خدمتونو دوړاندې کولو په باب  معلومات وړاندې کړل.
دخبرو په دوام دبهرنيو چارو وزارت معين په سعودي عربستان کې  دافغانستان  ميشتو اتباعو ته  دزياتو آسانتياو له برابرولو سره جوخت دبرقي پاسپورټونو دصادرولو دبهير   دګړندي کولو او تطبيق په لاره کې   لارښوونه وکړه  چې لازم اقدامات  او اجراات ترلاس لاندې ونيول شي .
په همدې ترتيب دبهرنيو چارو وزارت معين په بن کې  دافغانستان جنرال قونسل موظف کړ  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې په لوړ ظرفيت سره  دلسو پرنټرونو دپيرودنې بهير  چې تدارکاتي پړاونه يې په دې وروستيو  وختو کې دملي تدارکاتو دکميسيون له خوا بشپړ شوي دي ، ترسره کړي او په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دغه هېواد ته ددغو پرنټرونو دليږدونې زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته