بغداد – باختر د تلې دمياشتې ٩
په عراق کې نن ديوځانمرګې بريد له امله پنځه تنه ووژل شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې: . دغه بريد دصلاح الدين ولايت دتکريد ښار دتروريزم ضد پوليسو په مرکز کې وشو او په تلفاتو برسيره اووه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
دغه بريد يوه ورځ وروسته له هغه وشو چې پرون بغداد ته څيرمه دچاودنو دبريدونو له امله پنځوس تنه ووژل شول .
دپرونيو بريدونو مسووليت دالقاعدې ډلې په غاړه اخيستى دى .
دملګرو ملتو دسازمان دمهاجرت ادارې په عراق کې د بريدونو دزياتوالي له امله خپله انديښنه څرګنده کړې ده ځکه ددغو بريدونو له امله د خلکو تيښته زياتوي .
په عراق کې تاوتريخوالي لوړې کچې ته رسيدلى دى چې له ٢٠٠٨ کال څخه نه دى ليدل شوى.
0 1 دقیقه لوستل