بغداد نيويارک ټايمز باختر د تلي لسمه :
عراق ته دملګروملتو دمرستې رسولو داستول شويدهيت په خبر کې راغلي دي چې په سپتمبر مياشت کې په دغه هيواد کې کابو زرتنه چې زياتره يې ملکي کسان وو ، وژل شوي دي
ددغه هيت دخبرونو له مخې دسپتمبر دمياشتې په ترڅ کې د٩٧٩کسانو وژل کيدل ثبت شوي دي چې په دي کې دامنيتي اوپوځي ځواکونو کارکوونکي دي چې دتروريستانو په عملياتوکې وژل شوي دي .
د يو اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې : داپريل له مياشتې څخه تراوسه پورې څه دپاسه پنځه زره تنه دتند لارو له خوادبمي بريدونواو فرقه يي تاوتريخوالو له امله چې له ٢٠٠٧ کال راپه دې خوايې دغه هيواد کورني جګړي ته سوق کړى دي وژل شوي دي
ددغه خبر له مخې : له دې جملې څخه يو زيات شمير کسان په بغداد کې وژل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل