نړۍ

په عراق کې په نويو نښتوکې ديرش تنه ووژل شول

بغداد- وى او اى- باختر د ثور دمياشتې ٢١
په عراق کې پرونى تاوتريخوالي چې له امله يې ديرش تنه ووژل شول؛ انديښنې رامنځته کړې دي چې د دغو تاوتريخوالي لمن پراخ نه شي.
باخترآژانس د وي او اې نيوز د خبري سايټ له خولې خبر راکړ: ډيرسخت بريد د بغداد په شمال کې د دوجيل په ښارکې په ښارکې وشو او يوه ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر د پوځيانو د پلټنې په پوسته کې وچاوه چې له امله يې څه ناڅه پنځلس تنه ووژل شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دوو نورو چاودنوکې چې د عراق په شمالي ناحيه کې وشوې؛ اووه تنه ووژل شول.
په همدې حال کې طبي خبرځايونو د فلوجه ښارته څېرمه دپنحلسو تنو د وژل کيدو او د شلو تنو نورو د ټپي کيدو خبر ورکړ.
په عراق کې په القاعده پورې اړوندجګړه ماران تل په دولتي ځواکونو بريدونه کوي چې له امله يې هره ورځ په لسګونو تنه وژل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته