په عراق کې د چاودنې له امله شپيته تنه ووژل شول

بغداد نړيوالي خبري منابع   باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٨ :
دعراق د سنيانو د استوګنې په سيموکې د يولړ چاودونو  له امله  څه دپاسه شپيته تنه ووژل شول اوپه لسګونو تنه نور ټپيان شول.
دوه چاودنې د بغداد د شمال په بعقوبه ښارکې د يو جومات په وړاندې وشوې  چې له امله يې څه ناڅه يو څلويښت تنه ووژل شول او شپږپنځوس تنه تنه نورټپيپان شول.
لومړۍ چاودنه هغه وخت وشوه چې لمونځ کوونکي د جمعې دلمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه د وتلو په  حال کې وو .
له لومړۍ چاودنې وروسته په داسې حال کې چې په  لسګونو تنه له زيانمنوشويو کسانو سره دمرستې  لپاره دپيښې په ساحه کې راټول شوي وو؛ دويم بم وچاوديد.
ددغو عملياتو دترسره کولو څرنګوالى ښيي چې ددغه بريد طراحان په دې لټه کې  وو چې د سر دروند زيان واړوي.
له هغه وروسته هم په مداين ښارکې د سني مذهبو د جنازو دښخولو په مراسمو کې يو بم و چاوديد او څه ناڅه اووه تنه يې ووژل شول او ديرش تنه نوريې ټپيان کړل .
دغه بريدونه په وروستيو اوونيوکې په عراق کې د فرقه يي تاوتريخوالي له زياتوالى وروسته شوي دي .
دتيرې اوونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځوکې دعراق په ګوټ ګوټ کې د شيعه ګانو د استوګنې په سيمو بمي بريدونه شوي دي .
ددغو بريدونو له امله  د سر د زيان شمير له  ١٢٠ څخه اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته