په عراق کې د چاودنوله امله څه ناڅه ٣٤ تنه ووژل شول
بغداد بي بي سي – باختر دلړم دمياشتې ٦
دعراق د پايتخت بغداد ښار په شاوخوا کې پرون د پرله پسې چاودنو له امله څه ناڅه ٣٤ تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: په لومړى بريدکې يوه ځانمرګي يرغلګر په بمونو بار يو موټر د بغداد ښار په جنوب کې د پلټنې له يوې پوستې سره ټکر کړ او د څلور ويشتو تنو د وژنې سبب شو.
په دې بريد کې امنيتي ځواکونه او په حکومت پورې اړوندې پوځي مليشې ووژلې شوې.
په دويم بريدکې چې په يو موټر کې ايښودل شوي بمونه پکې وچاويدل؛ څه ناڅه ١٠ تنه ووژل شول.
دغه بريد د البغداد ښار په کراده سيمه کې پلورنځيو ته څېرمه وشو چې دغه راز له امله يې په لسګونو تنه ټپيان شول.