نړۍ

په عراق کې د داعش د ډلې د ١٨٠ تنو غړو وژل کيدل

بغداد  سومريه نيوز باختر دمرغومي دمياشتې  ٨ :
دعراق د دفاع وزارت اعلام وکړ چې د داعش د ډلې له افرادو څخه دتکريت ښار په جنوب کې  د يثرب ښار د پاکولو دعملياتو په بهيرکې ددغې ډلې ١٨٠ تنه غړي وژل شوي دي.
دسومريه نيوز دخبرله مخې : د عراق  د دفاع وزارت د يوې وينا په صادرولو سره اعلام وکړ چې د سامرا د عملياتو قوماندانۍ د وګړنيو ځواکونو اود جنګي جټ الوتکو په ملاتړ د داعش د ډلې له افرادو څخه د يثرب  ښار او د هغه د شاوخوا سيمو د پاکولو په  حال کې ده .
د دغې وينا  له مخې : عراقي ځواکونو د دغو عملياتو په بهيرکې  په دې بريالي شوي  چې د داعش د ډلې  ١٨٠ تنه غړي ووژني او د هغوى دمهماتو ٦ ډيپوګانې او ٨ پوځي موټرونه له منځه يوسي.
دعراق د دفاع وزارت دغه راز اعلام وکړ چې  د الضلوعيه هوايي ډګر له داعش څخه بيرته نيولى دى.
د عراق د صلاح الدين ولايت دبلد ولسوال عامرهادي دغه راز اعلام وکړ چې  امنيتي ځواکونه په دې بريالي شول  د بلد ښار ګوټى او د هغه شاوخوا سيمې د داعش د ډلې له افرادو څخه آزاد کړي.
دهمدې خبر له مخې :   د داعش د ډلې پرخلاف  په عراق کې  په بيلابيلو جبهو کې دغه راز جګړې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته