امنیت

په عراق کې د بم د چاودنې له امله اته تنه ووژل شول.

بغداد – اسوشيتدپرس – باختر دکب دمياشتې ٧
د عراق په  پايتخت بغداد کې په يو موټر کې دځاى پرځاى شويو بمونو دچاودنې
له امله څه ناڅه اته تنه   ووژل شول او  دوه ويشت تنه  نور ټپيان شول.
باختر آژانس داسوشتيد پرس د خبري آژانس له خولې  خبر ورکړ :
په دغه موټر کې ايښودل شوي  بمونه تيره شپه دبغداد په تجارتي او ګڼ ميشته سيمه کې  وچاوديدل   چې  په مرګ ژوبلې سر بيره مالي  تاوان هم اوښتى دى.
د يادونې  وړ ده   چې دعراق تجارتي سيمې د جګړه مارانو ته مطلوب هدفونه دي چې هڅه کوي په  ټول  هيواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره د دولت په کورښښونو دخلکو باور او اعتماد  کمزورى کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته