بغدادرويترز باختر د تلي څوارلسمه
څه نا څه اويا تنه شيعه يان پرون په عراق کې په دوو جلا جلا ځانمرګو بريدونو کې ووژل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې : څه ناڅه ٤٨ تنه زيارت کوونکي چې کاظميې ته روان و دځانمرګي بريد له امله ووژل شول او سل تنه نور ټپيان شول .
دغه راز دولس تنه نور د بلدښارپه يو رستورانټ کې ديو بم دچاودنې له امله ووژل شول .
تراوسه پورې ددغو بريدونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
په عراق کې په معمولي توګه په القاعده پورې تړلې مليشې په شيعه يانو بريدونه کوي . له بله پلوه وسله والو کسانو ديو خصوصي ټلويزيوني شبکې په دوو تنو خبريالانو د موصل په ښار کې ډزې وکړې او هغوى يې ووژل او دغه راز دالانبار ولايت دپلټنې په يوې پوستې دوسله والو کسانو دبريد له امله څو تنه ووژل شول .
په وروستيو اوونيو کې په عراق کې فرقه يي تاوتريخويالى زيات شوى دى .
1 1 دقیقه لوستل