امنیت

په عراق کې دځانمرګې بريد له امله شپاړلس تنه ووژل شول .

بغداد نيوزنو باختر دتلې دمياشتې لومړي
په بغداد کې دځانمرګې بريد له امله څه ناڅه شپاړلس تنه ووژل شول .
دغه بريد د دوره په سيمه کې دجنازې په مراسموکې رامنځته شوه چې څه ناڅه پنځه ديرش تنه نور يې ټپيان کړل .
پوليسو او روغتيايي کارکوونکو ويلي دي  بريد کوونکي خپل چاوديدونکي توکي ديوې خيمې په منځ کې چې په هغه کې ويرجن کسان راټول شوي وو،  وچول .
دغه پيښه له يوې ورځې وروسته  هغه وخت  رامنحته شوه چې دريو ځانمرګو بريد کوونکو دصدر په ښارکې دشيعه ګانو دښخولو په مراسمو کې ځانونه وچول او پنځه اتيا تنه ووژل.
دملګروملتو درپوټ له مخې :  په عراق کې څه ناڅه  يوازې اته سوه تنه عراقيان دهمدې کال د زمري په مياشت کې دقومي تاوتريخوالو ځانمرګو بريدونو او بريدونو کې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته