نړۍ

په عراق کې دځانمرګو او چاودنو په بريدونو کې ٥٢ تنه ووژل شول.

بغداد- فرانسپرس – باختر دمرغومي  دمياشتې ٢٥
دهغو ځانمرګو او چاودنو د بريدونو له امله چې نن دعراق په پايتخت بغداد ښار او دبعقوبې په ولايت کې وشول  دوه پنځوس تنه ووژل شول  .
ډير خونړى بريد ددياله  ولايت په مرکز بعقوبې په جنوب   کې ځانمرګى  بريد و
چې  له امله يې اتلس تنه ووژل شول او  شپاړلس تنه  نور ټپيان شول .
دغه بريد دجنازې په مراسمو کې  وشو.
شپږ بمي موټرونه  هم   د  بغداد  په شيعه   ميشتو سيمو کې وچاوديدل  چې څلور ديرش   تنه ووژل شول او يو اويا تنه  نورټپيان شول .
دچاودنې پيښې ، ځانمرګى بريد او د ډزو پيښې په وروستيو مياشتو کې په عراق کې ډيرې شوي  او کابو هره ورځ  دغه شان  بريدونه په  دغه هيواد کې  کيږي.
په تير ميلادي کال کې څه د پاسه اته زره تنه په  دغه شان بريدونو کې په عراق کې ووژل شول .
پرون هم په عراق کې د چاودنه   په   بريدونو کې پنځه ديرش  تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته