نړۍ

په عراق کې دهوايي بريدونوله امله اووه تنه کردي امنيتي ځواکونه ووژل شول.

بغداد   باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
دعراق په شمال ختيځ ولايت دياله کې  پرون دهوايي بريدونو له امله څه ناڅه اووه تنه کردي امتيتي ځواکونه ووژل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې، دکردانو  دامنيتي ځواکونو يوه جنرال  وويل چې پنځه تنه په يوه هوايي بريد کې او دوه تنه نور په جلاو لا ښارګوټي کې دتوپونو په ډزو سره وژل شوي دي او تراوسه پورې روښانه نه ده چې  دعراق ځواکونه اويا ياغيان دتوپچي پوځ دډزو مسوول دي .
دعراق او دکردستان امنيتي خبرځايونو وويل چې دعراق او شام داسلامي دولت  ياغيان هم  په سيمه کې و.  
په روانه اوونۍ کې دعراق په يو ډير ستر ښار موصل  کې کړکيچ  او د کردانو له خوا دتيلو له پلوه بډايي  کرکوک  ښار نيول دعراق  دويش په باب نړيوالې  انديښنې طرحه کړې دي.
دغه راز ځينې امنيتي ځواکونه له خپلو دندو څخه تښتيدلي دي.
  دعراق دچټک غبرګون قطعې په يوه وينا کې  ويلي دي چې دکردستان ځينو ځواکونوله نورو کردي قبيلو سره له داعش سره  په جګړه کې دعراق دحکومت له ځواکونوسره مرسته کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته