خبرونهروغتیا

په عاجل ابن سینا روغتون کې شاوخوا ۱۰زره وړیا جراحي عملیات ترسره شوي دي

کابل، غبرګولي ۲۱مه، باختر 

د عامې روغتیا وزارت، په تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې، په عاجل ابن سینا روغتون کې د شاوخوا ۱۰زره وړیا جراحي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: “په تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې د عامې روغتیا وزارت په عاجل ابن سینا روغتون کې ۹ زره ۲۴۲ وړیا جراحي عملیات ترسره شوي، چې په یادو عملیاتو کې څلور زره ۷۸۷ ستر او څلور زره ۴۵۵ کوچني جراحي عملیات شامل وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو له خوا په کامیابه او وړیا توګه ترسره شوي دي.”

ویل شوي چې په یاده موده کې، همدا رنګه په عاجل ابن سینا روغتون کې ۲۱۷ زره ۹۴۸ ناروغانو ته په وړیا توګه د سراپا (او.پي.ډي) او ۱۱ زره ۵۱۷ ناروغانو ته د داخل بستر (آی.پي.ډي) خدمات وړاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته