اسعد اباد باختر د وږي ۷ مه
د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په غني کڅ سیمه کې په ډاټسن موټر د سړک د غاړې ماین وچاوديد چې له امله يې درې تنه وژل شوي او شپاړلس تنه نور ټپيان شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دغه چاودنه پرون ورځ د ملکي وګړو په یوه ډاټسن موټر شوې ده.
د کونړ د عامې روغتیا رېیس ډاکټر عبدالعزیز ساپی وايي د پیښې له ځایه ورته۳ مړي او ۱۴ ټپیان راوړل شوي چې پنځه پکې ماشومان ، دوه میرمنې او نور سړي دي .
ساپی زیاتوي چې په ټپیانو کې د یوې میرمنې روغتیايي وضعیت ښه نه دی چې د لا ښې درملنې په پار ننګرهار ولایت ته لېږدول شوې خو د نورو ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.پای/وصال
2 1 دقیقه لوستل