-کابل باختر د لړم نولسمه :
دلوګر ولايت دولسواليو چې پل علم هم پکې شامل دى له شپږ سوه بې وزلو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دلوګر والي محمد حليم فدايي باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه مرسته دسعودي عربستان اړوند د نړيوالې اسلامي خيريه موسسې له خوا دلوګر ولايت دمرکز په ګډون دهغه دټولو ولسواليو دښوونځيو له نارينه او ښځينه ښوونکو سره وشوه چې خوراکي توکي ، غوړي ، وريجي ، اوړه او لوبيا پکې شته .
يوه اړونده خبرحاى وويل: په اوسنيو شرايطو کې دښوونځيو او مدرسو داستادانو او زده کوونکو اقتصادي حالت خراب دى او مرستې ته زياته اړتيا لري .
دلوګر والي له مرستندويو موسسو څخه وغوښتل چې له دغو بې وزلو کسانو سره زياته مرسته او همکاري وکړي .
0 1 دقیقه لوستل