په شپږو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۹ تنه نیول شوي

کابل، د کب ۲مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ راهیسې د هېواد په ۶ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۹ تنه نیولي دي.

دغه وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په تخار، نیمروز، بغلان، فاریاب، هرات او بلخ ولایتونو کې ۱۹ تنه د غلا، وژنې، انسان تښتونې او ناقانونه ښکار په تړاو نیولي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې له دې منځه یې، ۹ تنه تخار کې د ځورونو او وحشي ژوو د ښکار په تړاو، ۳ تنه د غلا په تور په نیمروز، ۷ تنه نور د وژنو او غلا په تور په بغلان، بلخ او هرات کې نیول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته