خبرونهامنیت

په شپږو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۲۶ تنه نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر

کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د هېواد په شپږو ولایتونو د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۲۶ تنه نیولي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو د څو جلا عملياتو پرمهال په پلازمېنه کابل او ولسواليو کې ۱۵ تنه له څه باندې دوه کيلو ښيښې، دوه کيلو چرس، ۱۶۶۵ نشه يي ګولۍ او ۵۵ ګرامه اپينو د پلور په تور نیولي دي.

یاد وزارت دغه راز ویلي چې د جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبينو ۱۱ تنه د غلا، وژنې او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په نيمروز، لغمان، پکتيکا، هرات، او غزني ولايتونو کې نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته