په شپږو ولايتونو کې پرمختيايي پروژې پرانيستلو ته چمتو دي
کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د هېواد په شپږو ولايتونو کې د څو پرمختيايي پروژو د جوړولو کار بشپړ شوى او ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت مسوولين وايي چې په دغو پروژو کې د اوبولګولو د کانالونو، د اوبو رسولو د شبکو، د لمريزې برېښنا د شبکو، د کليوالي سړکونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
دغه پروژې د ۴٨ میليونو٧٠٠ زرو افغانيو په لګښت په کونړ، زابل، نورستان، غور، روزګان او پکتيا کې پلې شوې دي.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه پروژې د سيمې د خلکو په غوښتنه تطبيقې شوې دي.
په همدې حال کې د هېواد په لسو ولايتونو کې د لسګونو پرمختيايي پروژو د جوړولو کار پيل شوی دی.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت مسوولين وايي چې په دغو پروژو کې د څښاک او زراعتي اوبو د شبکو، د اوبولګولو د کانالونو او د کليوالي سړکونو جوړول شامل دي.
حکومت هلې ځلې کوي د پرمختيايي پروژو په تطبيق سره خلکو ته اسانتياوې برابرې کړې.
ختم-ج-ا