کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ مسوولينو په د غې ولسوالۍ کې د امنيتي حالت د ښه والي خبر ورکوي.
د شينډنډ ولسوال شکرالله شاکر نن دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په شينډنډ ولسوالۍ کې د خلکو د ستونزو د حل کولو په خاطر درې شوراګانې جوړې شوي دي چې، يوه شورا د ښځواو ځوانانو د ظرفيتونو د لوړولو او داستعدادونو ودې ته ځانګړې شوې ده.
شاکر زياته کړه چې په دغې ولسوالۍ کې دوه ديرش ښوونځي فعال دي او اوس اتلس زره پنځه سوه نهه ويشت تنه هلکان او څوارلس زره شپږ سوه څلور پنځوس تنه نجونې په دغو ښوونځيو کې په زده کړې بوخت دي.
ده دغه راز د ولسي تړون د پروګرام د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې د خلکو د علاقمندۍ او له امنيتي ځواکونوسره د هغوى همکارۍ دقدر وړ وبللې او زياته يې کړه چې په شينډنډ ولسوالۍ کې دکوکنارو کرکيله صفر ته رسېدلې ده.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل