امنیت

په شينواروکې ٤٣ ښوونځي تړل شوي دي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
په ننګرهار ولايت کې د نا امنيو له امله د شينوارو په زون کې ٤٣ ښوونځي تړل شوي دي .
په را رسيدلو خپرونوکې ويل شوي دي چې د دغو درې څلويښتو ښوونځيو د تړل کيدو له امله څه ناڅه ٢٠ زره تنه زده کوونکي د علم او پوهې زده کړې له نعمت څخه بې برخې شوي دي .
د ننګرهار ولايت د پوهنې رييس الله داد اسماعيل زي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د روان کال د وري د مياشتې له وروستيو وختو را په دې خوا د شينوارو د شپږو ولسواليو په ځينو سيموکې د وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځۍ جګړې پيل شوې چې وروسته دولتي ځواکونو هم د هغو پرخلاف عمليات پيل کړي دي.
دغه جګړې او نا امنۍ په ځينو سيموکې د دې سبب شوې دي چې د ښوونځيو دروازې وتړلې شي.
خبرځاى وويل: د نا امنيو له امله په اچين ولسوالۍ کې ٧ ښوونځي، په بټي کوټ کې، ١١ ښوونځي په هسکه مينه کې، ټول ٢٥ ښوونځي چې په دغه ځاى کې يې فعاليت کاوه؛ تړل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رييس له قومي مخورو او ديني عالمانو څخه وغوښتل چې د ښوونځيو به بيا پرانستلوکې دې له دوى سره مرسته وکړي.
ده وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وويل: پوهنه د ټولو ګډ کور دى؛ بايد په دې لاره کې ستونزې او خنډونه پيدا نه شي، بلکې د هيواد د بچيانو د ښوونې او روزنې په برخه کې دې مرسته وشي.
له بلې خوا هم د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند محمد آصف شينواري باختر آژانس ته وويل چې د شينوارو په زون کې د جګړو له امله د پوهنې سکتور له جدي ستونزو سره مخامخ شوى دى .
ده زياته کړه: د شينوارو په دريو ولسواليوکې ٤٣ ښوونځي تړل شوي او څه ناڅه ٢٠ زره تنه زده کوونکي د ليک لوست د زده کړې له نعمت څخه بې برخې شوي او ١٠٠٠ تنه ښوونکي وزګار شوي دي .
د ده د څرګندونو له مخې: نښتو او نا امنيو په دغو ولسواليو سربېره د نورو ولسواليو په ښوونځيو باندې هم منفي اغيزه کړې ده او د ښوونې او روزنې بهير يې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړى دى .
ده زياته کړه: د شينوارو د ځينو بېځايه شويوکورنيو ماشومانو ته يې تر٦٠پورې کليوالي ښوونځي جوړکړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته