امنیت

په شيرين تګاب کې د طالبانو د سر زيان

کابل باختر دوږي  شپږمه :
  څلور تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې امنيتي ځواکونه د فيض آباد دښتې په سيمه کې د امنيتي پوستو په جوړولو بوخت وو چې طالبانو پرې بريد وکړ .
خبرځاى وويل: د طالبانو دغه بريد د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شو چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول .
يورش زياته کړه: دوه ورځې له هغه وروسته چې د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال د فيض آباد- دوشي په ساحه کې د پوستو د جوړولو په  وخت کې ووژل شو؛ زيات ځواکونه سيمې ته واستول شول او جګړې دوام وکړ چې  له امله يې طالبان د سر د زيان په ورکولو سره وتښتيدل .
ويل کيږي په دې جګړه کې د ملي اردو يو سرتيرى شهيد او د پوليسو دوه تنه سرتيري ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته