په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د غبرګولي ٢۸مه / باختر
د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول او د دغې ډلې ۴۵ غړي ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو جګړو کې ۴۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵۲ نور یې ټپيان شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته