په شيخ علي کې دښوونځيو ترمنځ درسي سيالۍ ترسره شوه .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دزده کوونکو د استعدادونو دپيژندنې په موخه  په شيح علي  ولسوالۍ کې دښوونځيو دزده کوونکو ترمنځ درسي رقابتي  سيالي ترسره شوه .
دشيخ علي ولسوال نور اقا سامي   دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه سيالۍ دشيخ  علي دخلکو دفرهنګي او فکري ټولنې له خوا ددغې ولسوالۍ له ادارې سره په همکارۍ  کې دنجونو اوهلکانو د لسو ليسو دزده کوونکو ترمنځ ترسره شوه .
  ددغو ليسو زده کوونکو په داسې سياليو کې زده کوونکو وړتيا وښودله چې دهلکانو له  ليسو څخه دنوي شيخ علي ليسې  لومړي مقام او داکبر شهيد ليسې دويم مقام وګاټه او دنجونو له ليسو څخه دشيخ علي ددهن رباط  دنجونو ليسې  لومړى مقام او دامام مهدي  د نجونو ليسې  دويم مقام وګاټه .
په خبر کې ويل شوي دي چې دشيخ  علي  ولسوال دخبرو په ترڅ کې د درسي سياليو ترسره کول دشيخ   علي دښوونځيو دزده کوونکو  د استعدادونو په وده او دظرفيت په لوړولو  کې ګټور وبلل او دپوهنې حالت يې ښه وباله .
دغونډې په پاى کې دشيخ علي ولسوالۍ دسيمه ئيزوې ادارې  له خوا ستاين ليکونه او دغه راز هغه سوغاتونه او جايزې  چې دفرهنګي او فکري ټولنې او دکريم اغا خان موسسې له خوا برابرې شوې وې  دښوونځيو په زده کوونکو وويشلې شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته