په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د (سوء شکل) بریالي عملیات ترسره شول
![Untitled Design 20231214 091328 0000](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2023/12/Untitled-design_20231214_091328_0000-720x470.png)
کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
ملي دفاع وزارت وايي چې شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د متخصصو او باتجربه ډاکټرانو له لوري د (سوء شکل) بریالي عملیات ترسره شول.
یاد وزارت ویلي چې دغه عملیات د ستر درستیز روغتیایي چارو مرستیال پروفیسور دوکتور عبدالولي احمدزي تر سرپرستۍ لاندې د متخصصو او باتجربه ډاکټرانو له لوري د ارتوپیدي په څانګه کې د یوې ښځې د (سوء شکل) بریالي عملیات تر سره شول.
د دغه وزارت زیاته کړې چې دغه ښځه د هېواد د یو لرې ولایت اوسېدونکې وه، د اقتصادي ستونزو له امله یې نشو کولای ډاکټرانو ته مراجعه وکړي چې وروسته یې د شهید سردار محمد داود خان روغتون ته مراجعه وکړه، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري یې بریالي عملیات تر سره شول او اوس مهال یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم په دغه روغتون څو ځله ولادي او غیر ولادي پېچلي عملیات د ملي دفاع وزارت له بودیجې ترسره کړي دي.