کابل / باختر/ د چنګاښ٢٠ مه
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په بدخشان کې د بڼوالۍ د پرمختللو لارو چارو روزنيز پروګرام جوړ کړ.
د شمال ختيځ زون د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام همغږي کوونکي محمد حسين فروتن نن باختر آژانس ته وويل چې په دغه پروګرام کې، په کندز، بغلان، تخار او بدخشان کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ترويج د چارو متخصصين په څلورو ورځو کې څه دپاسه ٦٠ مسلکي کارکوونکي ته د بڼوالۍ پرمختللې لارې چارې ور زده کوي.
ګډون کوونکي به د بڼوالـۍ د ودې په موخه خپلې تجربې د خپلو ولايتونو له بڼوالو سره شريکې کړي.
ختم – سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ