نړۍ

په شمالي وزيرستان کې په طالبانو هوايي بريد

_    ميرامشاه ډي ډان   باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
يو بې پيلوټه هليکوپټر نن د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دطالبانو دډلې   د يو ازبک توکمى قوماندان حافظ ګل بهادر په انګړ بريد وکړ چې له امله يې اته تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دپاکستان  د خبري  رسنيو په ليکنه:  دغه  بريد  د شمالي   وزيرستان  په  شوال  وادي کې وشو چې  په بهيرکې يې  دوه توغندي د حافظ ګل بهادر د کور په  انګړ  وتوغول شول او ښايي چې يو جګپوړى سړى چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى؛ په وژل  شويو کسانوکې وي .
په ځينو خبرونوکې ويل شوي دي چې حافظ ګل بهادر په  دې بريدکې په  وژل شويو کسانو کې شامل دى خو دغه  خبرونه په  مستقل ډول نه  دي تائيدشوي.
له دغه بريد وروسته بې پيلوټه هليکوپټرونه د سيمې د پاسه ليدل کيدل چې ددغې سيمې  د اوسيدونکو ترمنځ د ويرې او ډار د فضا د پيداکيدو سبب شول.د شوال  وادي له  جنوبي  وزيرستان سره د شمالي  وزيرستان د پولې په  اوږدوکې  موقعيت لري .
شمالي وزيرستان د ډيورند له کرښې اخوا يوه له اوو قبايلي سيمو څخه دى چې د را رسيدلو خبرونو له مخې د طالبانو او د القاعده دجګړه مارانو کلک سنګردى.
د پاکستان د ډې ډان ورځپاڼې په ليکنه : نننى هوايي بريد دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې  په نوي  ميلادي کال کې د بې پيلوټه  هليکوپټر  لومړى بريد دى.
سره له  دې چې په خبرکې اشاره نه  ده شوې چې دغه هليکوپټر له پاکستان او يا له امريکا څخه و؛  خو په تيرو  وختونو کې په شمالي   وزيرستان او  په   خير ايجنسۍ کې  زياتره  هوايي  بريدونه د  امريکايي هليکوپټرونو  په واسطه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته