امنیت

په شمالي وزيرستان کې د بي پيلوټه امريکايي الوتکو په بريدکې شپږ تنه مليشه طالبان ووژل شول

پيښور-جيونيوز – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
دوو بې پيلوټه امريکايي الوتکو نن سهار د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مشکوکو طالبانو په پټنځايونو بريدونه وکړل چې له امله يې څه ناڅه شپږ تنه مليشه طالبان ووژل شول.
باختر آژانس د جيو نيوز د خبري شبکې له خولې خبر راکړ چې دغه بريدونه نن سهار د شمالي وزيرستان مرکز ميرامشاه ته څېرمه د دندي درپاخيلو په ناحيه کې ترسره شول.
پاکستاني پوځيانوهم په شمالي وزيرستان کې د روانو عملياتو په بهيرکې د ياغيانو پرخلاف هوايي بريدونه پيل کړي دي.
سيمه ييزو امنيتي مامورينو وويل چې په نننيو بريدونوکې شپږ توغندي په درګامندي کلي کې د مليشه طالبانو د استوګنې په دريو انګړونو او په يوې ليږدونکې واسطې توغول شوي دي .
دغه کلي د شمالي وزيرستان د مرکز ميرامشاه د لويديځ په لس کيلومترى واټن کې پروت دى چې په القاعده پورې د اړوندې حقاني شبکې پټنځاى دى .
د نننيو بريدونو د قربانيانو هويت لا تراوسه پورې معلوم نه دى او ښايي د سر د زيان شمېر لوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته