نړۍ

په شمالي وزيرستان کې دطالبانو دډلو ترمنځ نښته .

ميرانشاه  باختر د ثور اتلسمه :
په شمالي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دډلو ترمنځ نښته کې  پرون پنځه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس دپاکستان دانترنتي سايټ له خولې خبر راکړ، دسه شنبې په ورځ هم دشمالي وزيرستان دقبايلي سيمې په شوال ناحيه کې دشهريار اوسيد الياس سجنا پاکستاني قوماندانانو دډلو ترمنځ نښته  شوې وه .
  ديوه اړونده خبرځاى دخبر له مخې په پرونيو نښتوکې دپاکستاني طالبانو دتحريک دشهريار دډلې پنځه تنه مليشې ووژل شوې .
په دغو نښتو کې دتوغنديو او ماينونو څخه کار اخستل شوي  او دسه شنبې دورځ دتلفاتو شمير هم څوارلسو تنو ته رسيدلى وو پخوا ددغو تلفاتو دشمير نهه تنه خبر ورکړ شوى و .
په تيره مياشت کې ددغو دوو ډلو ترمنځ نښته کې څه ناڅه شپيته تنه ووژل شول .
دشهريار او سجنا ډلې دجنوبي وزيرستان  په قبايلي سيمه کې دطالبانو دمليشو دمشرۍ لپاره هم په جګړه کې ښکيل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته