امنیت

په شمالي وزيرستان کې درې ويشت تنه طالبان ووژل شول

پيښورډي ډان  باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
  د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې دپاکستاني پوځيانو په بريدونو کې  څه ناڅه  پنځلس تنه مليشه طالبان  ووژل شول.
باخترآژانس دپاکستان   د ډي ډان  ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
په دغه  بريد کې  دميرامشاه په ختيڅ کې  د زر تاتانګي  دغره په لوړو سيمو  کې 
دياغيانو په يو پټنځاي دکوبرا توپ لرونکو هليکوپټرونوله خوا بريدونه شوي  دي.
په همدې حال کې  اته تنه ازبک ياغيان چې په ميرامشاه واټ کې  دماين په ښخولو بوخت وو ، د پاکستاني پوځيانو په ډزو کې  ووژل شول.
پوځيانو دغه رازادعا کوي چې له کلابندې شوې سيمې څخه د تيښتې لپاره  دياغيانو هلې ځلې  ناکامې کړې دي.
پاکستاني پوځيانو د کراچۍ ښار په نړيوال هوايي ډګر له بريد څخه  يوه اوونۍ وروسته  دشمالي وزيرستان  په قبايلي سيمې  ځمکني او هوايي عمليات پيل  کړي دي .
دکراچۍ په  هوايي ډګر په  بريد کې  دملکي وګړو په ګډون  ٣٠  تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته