نړۍ

په شمالي وزيرستان دپاکستان هوايي بريدونه دوام لري .

-پيښور  باختر د غبرګولي لومړي :
دشمالي وزيرستان  په ځينو قبايلي سيمو د طالبانو  پرسنګرونو دپاکستان  هوايي بريدونه نن هم  دوام درلود .
په دغو سنګرونو په نننۍ بريد کې دطالبانو يو مرکز ويجاړ شوى  او څو تنه طالبان وژل شوي دي .
دپاکستاني خبرځايونو دخبر له مخې ،  ددغو هوايي بريدونو وروسته  دپاکستان داردو ځمکني ځواکونه  د مچيس  فکتوري  سيمې ته ننوتي دي .
په هغو بريدونوکې چې له پرون څخه راپديخوا  دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دطالبانو پر سنګرونو اومرکزونو دوام لري  دبهرنيو اتباعو په ګډون درې اويا تنه طالبان وژل شوي دي .
په يوه بله پيښه کې طالبان له پاکستاني پوځيانوسره جګړه وکړه  چې څلور تنه پوځيان ووژل شول .
  دهمدې خبر له مخې ،  دپاکستاني پوځيانو  دبريدونو هدف  دختيځ ترکستان داسلامي غورځنګ  پټنځايونه دي  چې ازبکستاني  او دچين  د ايغور ياغيان  پکې فعاليت لري .
  دپاکستان دکورنيو چارو وزارت  په يو وينا کې ويلي دي چې دغه بريدونه  دخيبر پښتونخوا  په قبايلي سيمه او په کراچۍ ښار کې ديو شمير امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو  دوژل کيدو په ځواب کې ترسره شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته