په شمالي وزيرستان دبې پيلوټه الوتکو بريدونه
پيښور- دى نيوز – باختر دتلې دمياشتې١٦
دشمالي وزيرستان په قبايلې سيمې پرون دبې پيلوټه امريکايي الوتکو دبريدونو له امله څلور تنه ووژل شول او څو تنه نورټپيان شول .
د دي نيوز دخبري سايت دخبرله مخې : دغه الوتکه دملاخيلو په سيمه کې د طالبانو په يو سيمه ييز قوماندانۍ بريد وکړ چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
پرون سهار هم دشمالي وزيرستان دتحصيل شوال په سيمه کې د ورته بريد له امله څلور تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.
دتيرې دوشنبې په ورځ هم دکنګار او منګروټى په سيمو د بې پيلوټه الوتکو دبريدونو له امله نهه تنه ووژل شول .
په تيرو ٣٦ ساعتو کې دشمالي وزيرستان په سيمې دڅلورو هوايي بريدونو خبر ورکړ شوى دى.