په شمالي غزه کې ۴ صهیونست پوځيان وژل شوي

نړۍ، د مرغومي ۲۳مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرائیلو پوځ په شمالي غزه کې د جګړې پر مهال د څلورو صهیونست پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی او دې سره د روانې جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو صهیونست پوځيانو شمېر ۷۰۳ ته ورسېد، چې ۳۰۰ یې د جګړې په لومړۍ ورځ او ۴۰۳ تنه یې له فلسطیني مجاهدینو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پوځ دغه ارقام تر سانسور وروسته خپروي او د جګړې څرنګوالي ته په کتو ښایي دغه شمېره څوچنده لوړه وي.
ورته وخت کې د ملکي فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۴۶ زره ۵۳۷ تنو ته رسېدلی او تر سلو زرو ډېر ټپیان شوي هم دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته