ميرامشا- وى او اې – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
پاکستاني پوځيانو دشمالى وزيرستان دعشايري په سيمه کې له ياغيانو سره دنښتې په بهير کې ٣٣ تنه اسلام پال ياغيان وژلي دي .
په داسې حال کې چې دسيمې اوسيدوکي وايي زياتره وژل شوى کسان ملکي وګړي دي .
دغه نښته پرون سهار له يوځانمرګې بريد څو ساعته وروسته پيل شوه چې پنځه تنه عسکر ووژل شول او ٢٥ تنه نور ټپيان شول.
پوځي خبرځايونه وايي دغه نښته هغه وخت پيل شوه چې ټپيان ليږدول دوام درلود.
پوځيان وايي ٣٣ تنه تروريستان يې وژلي دي او درې تنه امنيتي پرسونل ټپيان شوي دي .
عسکرو وروسته دپلټنې عمليات پيل کړل اولس تنه يې ونيول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ