ټولنه

په شل کيلومتره سړک کريړ اچول کيږي

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
دبغلان ولايت د ده سلا ولسوالۍ د سرخ پريان ترکلي پورې د قاسان او شهشان دکليو د سړک د اوارولو او کريړ اچولو کار پرون پيل شو.
دبغلان ولايت دفوايد عامې رييس صبغت الله کاظمي باختر آژانس ته وويل: دغه سړک شل کيلومتره اوږدوالى لري اوپه تګلوري کې يې له استنادي ديوال سره يوولس پلګوټي جوړيږي .
  ددغې پروژې لګښت ٣٧ مليونوافغانيو ته رسيږي چې دفوايد عامې  وزارت له پرمختيايي بودجې څخه تمويليږي.
ديادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړولوباندې د خلکو په تګ راتګ او د محصولاتو په ليږدولوکې اسانتياوې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته