ټولنه

په شفافيت سره په بېځايه شويوکسانو دمرستو دويش په موخه کميټه جوړه شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
په شفافيت سره په هغوکورنيو د مرستو د ويش په موخه چې د جګړو له امله له خپلوکورونو او ټاټوبو څخه بېځايه شوې دي؛ په هلمند ولايت کې يوه کميټه جوړه شوه . دغه کميټه له هغوکورنيو سره چې دجګړو له امله زيانمنې شوې دي؛ مرسته کوي.
په هغې غونډه کې چې دهلمند د والي او د دغه ولايت د مهاجرينو د راستنولو دچارو د رياست او د مرستندويو موسسو او د ټولنيزو شوراګانو د استازو په ګډون د هلمند ولايت په مقرکې جوړه شوې وه؛ د هلمند والي حيات الله حيات په شفاف ډول د مرستو په ويش باندې ټينګار وکړ او له همکارو موسسوڅخه يې وغوښتل چې په خپل وخت د مرستو په ويش کې همکاري وکړي.
د هلمند والي دغه راز له موظفې کميټې څخه وغوښتل چې د مستحقوکسانو په پيژندنه کې دې عدالت او انصاف په پام کې ونيسي او هغه کسان چې په ريښتني توګه مستحق دي؛ له دغو مرستو څخه ګټه واخلي.
په دې غونډه کې د هلمند ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو او د همکارو مرستندويو موسسو او د ټولنيزو شوراګانو استازو ژمنه وکړه چې ورسپارلې شوې دندې په ښه توګه ترسره کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته