کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
په شبرغان ښار کې پرون په يوديرشو مرکزونوکې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې بهير پيل شو .
د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي دابن يمين په ليسه کې دنوم ليکنې ديو مرکز دپرانستلو په غونډه کې وويل: موږ هوډمن يوچې په روان کال کې دولسي جرګې او دولسواليو د شوراګانو انتخابات ددغه ولايت په ګوټ ګوټ کې ترسره کړو .
ده څرګنده کړه چې اوس دښار په کچه دنوم ليکنې يوديرش مرکزونه پرانستل شوي دي .
عزيزي زياته کړه هغه امنيتي چلنجونه چې ددغه ولايت په ځينو سيموکې شته له لارې به پورته کړى شي او په دې برخه کې دامنيتي ځواکونو له خوا کار دوام لري . دجوزجان ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دولايتي دفتر رييس امان الله حبيبي وويل چې دنوم ليکنې مرکزونه دثور دمياشتې تر درې ويشتمې نيټې پورې په شبرغان ښار کې فعالې دي .
ده دجوزجان ولايت له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې په ارامۍ سره دنوم ليکنې او دراى ورکولو دکارتونو دترلاسه کولو په خاطر دغو مرکزونو ته ورشي چې دخپل راى له حق څخه بې برخې نه شي . ختم_ عطاالله _اکرم
0 1 دقیقه لوستل