کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
يو شمير وسله وال مخالفين پرون د قندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې
په ليږلو سره ليکلي دي :
د ملي اردو ځواکونو د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسولې او ثبات دټينګښت په مقصد چاڼيز عمليات تر سره کړل چې له امله يې
يو شمير وسله وال مخالفين ووژل شول او يو شمير نوريې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهير کې د دښمن اتيا کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي ، په چاوديدونکو توکو يو بار موټر ، د دوه اتيا ملي متري توپ،يوه ګولۍ ، د آر پي جي توغندي يوماين ،يو موټر سايکل او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
2 1 دقیقه لوستل