امنیت

په شاجوي ولسوالۍ کې پر پولیسو غلچکی برید شوی دی

قلات باختر د لیندۍ د میاشتې ۵ مه
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یو تن وسله وال پر پولیسو غلچکی برید کړی چې له امله يې يو پولیس شهید شوی او يو بل تن ټپی شوی دی.
د شاجوی ولسوال وزير محمد جوادي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې د دغې ولسوالۍ په بازار کې يو تن وسله وال پر پولیسو برید کړی.
جوادي زیاتوي چې د نورو پولیسو له خواپر برید  کوونکی وسله وال بريدوشواوووژل شو.
تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته